د راپورونو له مخې قطر عربي هیواد په منځني ختېځ او یو شمېر نورو هېوادونو کې د ترهګرو ډلو سره نظامي، تسلیحاتي او مالي مرستي کوي.
امریکايي رسنۍ فاکس نیوز په خپل یو تازه خپور کړي راپور کې لیکلي، چې د دوی د موندنو پر بنسټ قطر هېواد په منځني ختیځ کې د ترهګرو ډلو او ګروپونو سره هر اړخېزې مرستي کوي، چې د سیمې امنیت ته یې خطر متوجه کړی دی.
فاکس نیوز همدا راز لیکلي، قطر هېواد منځني ختیځ کې د نورو ګروپونو په شمول ترهګرې ډلې حزب الله سره هم مالي مرستې کوي، چې یادې ډلې د دوحې مرستو څخه په استفادې نورو هېوادونو کې د شیعه ـ سني جګړو ته لمنه وهي او ګڼې ستونزې جوړوي.
د یاد څېړنیز راپور له مخې د قطر هېواد شاهي خاندان د ترهګرو ډلو سره د مرستو لپاره مستقېمې اړیکي لري او په کې دخیل دي.
د چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د قطر شاهي هیواد یادې کړني د ټولو نړېوالو اصولو او کنوانسیونونو خلاف عمل دی او باید ملګري ملتونه په دې اړه جدي اقدامات وکړي.
د سیاسي چارو کارپوه شفاء الله صادق د قطر له لورې د خپلو سیاسي موخو لپاره د ترهګرو ډلو سره مرستې د ملګرو ملتونو د هغه منشور خلاف ګڼي، چې په کې لیکل شوي، د نورو هېوادونو په چارو کې د مداخلې لپاره باید له هغه ګروپونو سره اړيکي ونه نیول شي، چې د دولتونو تر منځ روابط خرابوي.
دی وايي، د قطر هېواد پلازمینه دوحه اوس د ناوړو سیاستونو او استخباراتي کړنو په یو مرکز بدل شوی دی.
د چارو یو تن کارپوه عبدالرحیم کاکړ وايي، قطر په واضحه او ښکاره توګه په افغانستان کې د ترهګرو وسله والو طالبانو ملاتړ کوي او دوحه کې ورته دفترونه او کورونه ورکړي دي.
دی وايي، د افغان سولې په برخه کې هم قطر په رښتیني ډول مرسته نه کوي؛ بلکه غواړي د وسله والو طالبانو د لارې د افغانستان راتلونکي کې خپلې ګټي خوندي کړي.
د ویلو ده، چې تر دې وړاندي د سعودي، اماراتو، بحرین په ګډون یو شمېر هېوادونو په قطر باندې له دې امله بندیزونه لګولي و، چې د ترهګرو ډلو او د ترهګرو د ملاتړي هېواد ایران سره مرستي کوي.